Asset 1SWN

سلام وطندار

بېلابېلو ولایتونو کې سیلاب‌ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

سېلابونه تلفات

د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر هغه کسان چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي، له حکومته او مرستندویو بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

دې وروستیو سېلابونو په کندوز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې پراخ مالي زیانونه اړولي او د سلګونو کورنیو ژوند یې له کړکېچ سره مخ کړی.

د زیانمنو سیمو اوسېدونکي وایي، د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو ترڅنګ، د بېړنیو مرستو نشتوالي د هغوی اندېښنې لا ډېرې کړي.

د کندز د علي‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت‌الله وایي، د سیلاب له امله یې د کور یوه برخه ویجاړه شوې، خو تر اوسه یې د بیارغونې لپاره هېڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

«سیلاب زموږ هر څه له منځه یوړل. زموږ د کور یوه برخه ونړېده او اوس له خپلو ماشومانو سره د خپلوانو په کور کې ژوند کوو. خلک لا هم خوراکي توکو، کمپلو او سرپناه ته اړتیا لري. زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت د خلکو غږ واوري او بېړنۍ مرسته وکړي.»

په همدې حال کې، د تخار د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکی صفت‌الله او د بدخشان د یمګان ولسوالۍ کروندګر عبدالله چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي، د مرستو غوښتنه کوي.

«د خلکو کښت او کرنه په بشپړه توګه له منځه تللې او څارویو ته هم ډېر زیان اوښتی. لارې بندې شوې او موټرونه کلیو ته نه شي داخلېدی. خلک ډېر اندېښمن دي او د پاملرنې او مرستې غوښتنه کوي.»

«زموږ ځمکې، باغونه او ټوله شتمنۍ د سیلاب ښکار شوې. د حاصلاتو موسم نږدې وو، خو هر څه له منځه ولاړل او تر اوسه نه د دولت او نه هم د همکارو بنسټونو له لوري کومه مرسته شوې.»

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ بزګر غلام‌نبي هم وایي چې د سیلابونو د راوتلو له امله کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.

«وروستیو سیلابونو زموږ ټولې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي. د کلي خلک له ډېرو جدي ستونزو سره مخ دي. هر ځل چې سخت باران کېږي، خلک د سیلاب له وېرې ارام نه‌لري او ډېرې کورنۍ لا هم مناسبه سرپناه نه‌لري، ژوند یې له سختیو ډک دی.»

خو په همدې حال کې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند یوسف حماد له زیانمنو کسانو سره د مرستو د بهیر په اړه وایي:

«د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د ۱۴۰۵ کال له پیل راهیسې تراوسه پورې ۱۶۳ زره او ۸۱۷ کورنیو ته خوراکي توکي، ۸۳ زره او ۱۳ کورنیو ته غیرخوراکي توکي او ۸۰ زره او ۸۰۴ کورنیو ته نغدي مرستې رسولي.»

په داسې حال کې چې سیلاب‌ځپلي د ستونزو له دوام او د بېړنیو مرستو له نشتوالي شکایت کوي، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چاپېریال د سم مدیریت او مخنیوي پروګرامونو له نشتوالي پرته، د دې ډول پېښو د تکرار خطر به لا هم زیات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام