د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې ایران به له هرمز تنګي تېرېدونکو کښتیو څخه پیسې اخلي، تهران ته خبرداری ورکړی دی.
هغه ټینګار کړی که دغه راپورونه رښتیا وي، ایران باید سمدستي دا کار بند کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې ځینو سرچینو ادعا کړې، ایران د نوو محدودیتونو له امله هره ورځ یوازې محدود شمېر کښتیو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو اجازه ورکوي او په بدل کې ترې پیسې اخلي.
تر اوسه ایراني چارواکو دې راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.