لیلماه هغه ځوانه نجلۍ ده چې څلور کاله وړاندې یې د زرګرۍ او ګاڼو جوړولو کارخونې په فعالهولو سره، د ۱۵ نورو نجونو لپاره چې له زدهکړو محرومې دي، د کار زمینه برابره کړه.
لیلماه وايي، د دې لپاره چې له بېکارۍ او د زدهکړو د پرېښودو له رواني ستونزو ځان لرې وساتي، دغه کارخونه یې جوړه کړې، څو له یوې خوا خپله بوخته وي او له بلې خوا، هغو نجونو ته چې د دې په څېر له زدهکړو محرومې شوي، د کار فرصت برابر کړي.
د هغې په وینا، نه یوازې یې دغه اوزګاره نجونې په کار بوختې کړي، بلکې د هغو نجونو په زړونو کې یې هیله ژوندۍ ساتلي چې د کډوالۍ، خپګان او نیمګړو هیلو ترمنځ لا هم د ښې راتلونکې جوړولو هڅه کوي.
د هغې په نوښت دغه کارخونه کې ۱۵ نجونې د زرګرۍ او ګاڼو جوړولو مسلک زده کوي.
«کله چې ښوونځي وتړل شول، دغه نجونې بېکاره شوې او په کور کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وې. هغوی نه شوی کولی چې کوم امتیاز یا فرصت ولري. کله چې اقتصادي حالت هم کمزوری شو، بیا زموږ خواته راغلې او دلته یې د کارآموزو او شاګردانو په توګه زدهکړه پیل کړه.»
لیلماه د هغو سختو ورځو یادونه هم کوي چې د دې کار په پیل کې ورسره مخ شوې:
«په پیل کې، د خپلو شخصي ستونزو له امله یوازې ما کار کاوه؛ نه مې شاګردې درلود او نهاستاد. خپله مې کار کاوه. وروسته چې کار مې دوام پیدا کړ او پرمختګ یې وکړ، بیا مې شاګردانې او کارکوونکي ونیول. په لومړیو کې مې وسایل نهلرل، خو وروسته مې کار وکړ، وسایل مې واخیستل او خپل کارځای مې پراخ کړ.»
لیلماه وایي، هغه نجونې چې له زدهکړو محرومې شوي، د کار او مسلک زدهکولو ته ډېره لېوالتیا او د راتلونکي لپاره لوړې هیلې لري.
د لیلماه یوازینۍ هیله او غوښتنه دا ده چې د هغو نجونو پر مخ بېرته د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانېستل شي چې له زدهکړو پاتې شوي.
«زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته خلاصې شي. کله چې دا دروازې وتړل شوې، دوی هېڅ نه درلودل. غواړم چې دوی ازادې وي، لږ تر لږه یو مسلک زده کړي، یو کسب زده کړي چې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره څه لاسته راوړنه ولري. دوی باید محدودې نه شي، بلکې یو کار او مهارت زده کړي.»
د هغو ۱۵ نجونو له ډلې چې له زدهکړو پاتې شوي او په دې کارخونې کې کار کوي، یوه هم راحله ده.
راحلې وروسته له هغې چې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، اړ شوه چې ایران ته کډه وکړي.
هغې په داسې حال کې چې یوازې ۱۳ کلنه وه، د زدهکړو د دوام او د ښې راتلونکي لپاره د سخت سفر ستونزې وزغملې او هېواد یې پرېښود.
راحله له څلورو کلونو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوه، خو دا ځل له بېکارۍ او نويو محدودیتونو سره مخ شوه.
په همدې شرایطو کې، د زرګرۍ کارخونې هغې ته دا فرصت برابر کړ چې هم یو مسلک زدهکړي او هم د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.
«موږ کډوال شو او ژوند مو ډېر بدل شو. په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلل چې زموږ پر روحي وضعیت یې ژور اغېز وکړ او موږ یې له رواني پلوه ډېر کمزوري کړو.»
هغه کډوالي د خپل ژوند له تر ټولو تریخو تجربو څخه ګڼي او د هغې ورځې داسې بیانوي:
«په کډوالۍ کې ژوند ډېر سخت دی. هغه څه چې موږ په ایران کې ولیدل، زموږ لپاره نوې تجربه وه، نوې فرهنګ، نوې ژبه، نوې لهجه او نوي خلک. موږ له خپلو پخوانیو ملګرو او ژوند څخه ډېر لرې شوي وو. دا هر څه په ځانګړي ډول په لومړي کال کې زموږ لپاره ډېر سخت وو.»
سمیرا بیا هغه مېرمن ده چې په دغه کارخونه کې په زرګرۍ بوخته ده.
هغې هم د سلګونو نورو نجونو په څېر لویې هیلې لرلې او غوښتل یې راتلونکي کې ډاکټره شي، خو اوس د رواني ستونزو د کمولو لپاره، په دې کارخونه کې یې حکاکۍ او زرګرۍ ته مخه کړې.
«له هغه وخته چې د ښوونځي دروازې وتړل شوې، زه له رواني ستونزو سره مخ شوم. همدا لامل شو چې ستونزې مې ډېرې شوې او ورځ تر بلې زیاتېدلې. حتا داسې وخت هم و چې د ژوند لپاره مې هېڅ هیله او انګېزه نه لرله.»
د افغانستان په کچه، د نجونو پر زدهکړو د پراخو محدودیتونو له امله زرګونه نجونې له زدهکړو پاتې شوي، هغه وضعیت چې هغوی یې له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ کړي.
په داسې شرایطو کې، یو شمېر مېرمنې د کارموندنې او د مسلک زدهکولو له لارې هڅې کوي چې د ځان او نورو لپاره نوې لارې پرانېزي.