Asset 1SWN

سلام وطندار

تېر کال د زیانمنونکو ماشومانو ۱۵زره قضیو ته رسېدنه شوې

Children

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي چې تېر کال هېواد کې له زیان سره د مخ ماشومانو نږدې ۱۵۰۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې.

هغه نن شنبه حمل ۱۵ / اپرېل ۴ یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په تېر ۱۴۰۴ کال کې د پراخو ملاتړیزو پروګرامونو په پلي کولو سره، د زرګونو ماشومانو قضیې تعقیب کړي.

هغه ویلي چې د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته یې د عامه پوهاوي کولو په شمول، د نوو نوښتونو په پیلولو سره، د ماشومانو د حقوقو په تأمین او د وضعیت په ښه‌والي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ده وویل، تېر کال کې د ماشوم ساتنې ریاست توانېدلی چې د ملاتړو سیستمونو په پیاوړتیا او د ټولنیزو خدماتو په پراخولو، د ماشومانو په ساتنه کې اغېزمن رول لوبولی او ټولټال په ۲۳ بېلابېلو کټګوریو کې یې ۱۴۵۹۴ له زیان سره د مخ ماشومانو قضیې تعقیب او حل کړي.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرام له لارې، ۴۰۴۲۰۷ تنه ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ماشوم د حقوقو، د چاودېدونکو توکو له خطرونو د ځان ساتلو، د چاپېریال ساتنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

سمیع‌الله ابراهیمي زیاته کړې چې دا‌مهال د هېواد په ۲۰۴ ولسوالیو کې د ماشومانو د ساتنې کمېټې فعالې او په منظم ډول د ماشومانو ستونزو ته رسیدنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام