د اسلامي امارت مسوولان وايي چې کابل کې د تېرې شپې زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، د زلزلې له امله د کابل د بګرامي ولسوالۍ اړوند «ګوسفند درې» سیمه کې یو کور نړېدلی.
هغه پر اېکسپاڼه لیکلي چې پېښه کې د دغې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی او یوازې یو نږدې دوه کلن ماشوم یې ژوندی پاتې دی.
ده زیاته کړې چې د یادو ۸ کسانو جسدونه عدلي طب ته انتقال شوي او ماشوم هم روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ویل شوي په ژوند بایلونکو کسانو کې مور، پلار، څلور نجونې او ۲ هلکان شامل دي.
د یادونې ده چې تېره شپه په ۸:۴۲ دقیقو د کابل په ګډون د هېواد ډېری ولایتونه د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې زلزلې ولړزول.
د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ وو.