د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د نن چهارشنبې (وري ۱۲مه) لپاره په ۳۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد ریاست په یوه خبرتیا کې ویلي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، روزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدانوردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې د بارانونو احتمال شته.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرتیا له مخې، د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۵۰ میلیمتره پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه ویل شوي چې په لوېدیځو، سوېلي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته، چې چټکتیا یې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوې ده.