Asset 1SWN

سلام وطندار

۱۳ کلنه مروه: کور کې مو ښه خواړه لومړی هلک ته ورکول کیږي

نجلۍ

افغانستان کې نجونې نه یوازې په ژوند کې د ناوړه دودیزو فکرونو، د کورنیو بې‌غورۍ او د پوهاوي نه‌لرلو له امله کړاونو او ستونزو څخه رنځ وړي، بلکې له اقتصادي ستونزو هم کړیږي.

د هېواد د لرې پرتو سیمو یو شمېر نجونې سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او ان په مړه ګېډه خواړه هم نه شي خوړلی چې له همدې امله د کلسيم، اوسپنې او نورو مهمو ویټامینونو له کموالي سره مخ وي.

دوی وویل، تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې لرې پرتو سیمو کې لا هم د هلک او نجلۍ ترمنځ د تغذیې په برخه کې توپیري چلند کیږي چې دا نه یوازې ناعادلانه او ناوړه دودیزه کړنه ده، بلکې د اسلام مبارک دین سره هم په ټکر کې ده.

١٣ کلنه مروه د خوړو په برخه کې د هلکانو او نجونو ترمنځ د خپلې کورنۍ توپیري چلند څخه شکایت کوي او وايي:

«که رښتيا ووايم زموږ اقتصادي حالت ډېر خراب دی، خو که چېرې بيا هم کور ته داسې ګټور خواړه راوړل شي، نو مور مې زما ورور ته ورکوي. هغه وايي پرېده چې دا قوي شي، دا د صحرا سړی دی او ته خو هسې هم په کور کې يې.»

اخوا بیا داسې نجونې هم شته چې پخپله له ګټورو کورنیو خوړو سره حساسيت لري او له بازاره ناسالم بازاري خواړه راغواړي او خوښوي چې دا خپله د دوی پر روغتیا منفي اغېز کوي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکې ١٢ کلنه سميه په دې اړه وايي:

«کور کې چې کوم سبزيجات يا ترکاري پخېږي، هغه زما نه خوښېږي، زه د بازار څخه سره کړي شيان ځانته راغواړم. او ان تر دې چې زه لاړمه ډاکټر ته او ډاکټر ويل چې د بدن معافيتي سيستم دې دا کمزوری کوي او د ډېرو ستونزو او ډېرو مشکلاتونو سره هم مخامخ کېږي. زه د ډاکټر خبرې نه منمه بيا هم زه د بازار شيان خورم او زړه مې ترې نه صبرېږي.»

ورته وخت کې دغه ډول کړنو او حالاتو ميندې هم اندېښنمنې کړي.

یو شمېر میندې وايي، د دوی د پرلپسې هڅو باوجود یې دغو ستونزو ته حل‌لاره نه‌ده موندلې.

د ننګرهار اوسېدونکې حسينه د خپلې ناروغې ۱۸ کلنۍ لور چې پر وخت يې سمه تغذيه نه‌ده شوې، کیسه داسې کوي:

«زما لورکۍ د ۱۸ کلونو ده، کله چې کوچنۍ وه د خوراک په وخت کې به يې کله بې اشتهايي بهانه وکړه يا به يې خواړه نه خوښېدل، يا به يې نه خوړل. خو چې اوس لویه شوې له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ ده. لکه د وينې کمښت، د کلسيم کموالی، د سترګو دید کمزورتیا او د خسته ګۍ احساس ډېر زيات کوي. ډاکټران وايي هغه وخت د دې بدن ته اړين مواد نه‌دي رسېدلي او همدا لامل دی چې اوس یې بدن له ستونزو سره مخ ده.»

نسرين هم هغه مور ده چې د خپلو اولادونو ناروغیو اندېښمنه کړې.

هغه وايي، د دې د پرلپسې هڅو ترڅنګ یې، لوڼې له سالمو خوړو څخه مخ اړوي او د بې‌کیفیته بازاري خوړو غوښتنه کوي.

مېرمن نسرين وايي: «زما همېشه کوښښ دا وي چې خپلو ماشومانو ته سالم خواړه برابر کړم. خو متأسفانه زه تراوسه په دې نه يم توانېدلې چې زما ماشومان دې ښه په اشتها او د زړه نه دغه ټول خواړه وخوري او چې کوم ما کور کې برابر کړي وي، له ما دوی غوښتنه کوي چې زه ورته بازاري خواړه برابر کړمه، خو متأسفانه چې هغوی بار بار ناروغه کیږي.»

سره له دې چې روغتیاپالان له ۱۱کلنۍ تر ۱۴کلنۍ پورې عمر د بدن د ودې لپاره تر ټولو مهم پړاو بولي، خو زیاتره افغان نجونې په دې عمر کې له متوازنو او با کیفیته خوړو بې‌ برخې وي.

د روغتیاپالانو په اند، دا کمښت نه يوازې د دوی فزیکي روغتیا زیانمنوي، بلکې په رواني حالت، زده‌کړو، خوب او ان په شخصیت يې هم بده اغېزه کوي.

د دوی په واند، ډېری دا ډول نجونې له واده کولو وروسته د کمزوري او ناسالم بدن له امله د امیندوارۍ پر مهال له ګڼو خطرناکو ستونزو او ناروغیو سره مخ کیږي.

د نسايي او ولادي برخې ډاکټره او د غذايي چارو مشاوره عارفه رحمتي وايي، که يوه نجلۍ له ماشومتوب څخه تر بلوغ پورې کافي او متوازن خواړه ونه خوري، نو راتلونکې کې د کم خونۍ په ګډون د ويټامينونو، مګنيزيم، سوديم او کلسیمو له کمښت سره مخ کیږي چې له همدې امله یې په بېلا بېلو ناروغیو د اخته کېدو چانس زیات وي.

«که چېرته نجونې په ماشومتوب کې سمې تغذيه نه‌شي، نو دا چې کله مور کېږي هم خوارځواکه به وي د هغې چې کوم ماشوم پيدا کېږي هغه به هم دې دنيا ته خوارځواکی راځي، نو که چېرې ځوانې نجونې په ځوانۍ او کوچني والي کې ښه تغذيه شي، هم به مور سالمه وي او هم به يو ماشوم سالم وي چې همدا علت به وي چې يوه سالمه ټولنه رامنځته شي.»

فرحت ناز هغه ډاکټره ده چې ډېر کلونه يې په نسائي او ولادي برخه کې کار کړی.

هغه هم وايي، که چېرې نجونې پر خپل وخت په سمه توګه تغذيه نه‌شي، نو دوی به له ګڼو ستونزو سره مخ شي او ان له واده وروسته به یې د اومېندوارۍ چانس کم وي.

«که يوه نجلۍ سمه نه‌وي تغذيه شوې، له واده وروسته دا سالمه مور نه‌شي کېدلی، البته د دې مور کېدل به ستونزمنه وي، خو که چېرې په دواګانو دا حمل هم واخلي، نو دا به خپله کم خونه و اوسي، مور چې کم خونه واوسي د هغې ماشوم هم ډېر ضعيف وي. ډېر کم جريان به ولري او يا هم ډېر کم چانس به ولري چې ماشوم يې سالم پاتې شي او يا هم ژوندی پاتې شي.»

اخوا د داخله ناروغیو ډاکټران سبزيجات، ميوې، سابه، غوښه، شېدې، هګۍ، ماهیانو غوښه او نور تازه سبزیجات د سالمو او ګټورو خوړو مهمې سرچینې یادوي.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د ودې په دغه حساسو کلونو کې باید نجونې صحي او د بېلابېلو ویټامینونو درلودونکو خواړو خوروي، فزیکي فعالیت وکړي او پر وخت روغتیایې مشورې ترلاسه کړي، څو یې بدن سالم او له ناروغیو په امان واوسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام