د ایران پر وړاندې د جګړې د دویمې میاشتې له پیل سره هممهاله، د امریکا مرکزي قومنداني (سنتکام) اعلان کړی چې جګړهییزه بېړۍ «SS Tripoli» د شاوخوا ۳۵۰۰ سمندري سرتېرو په ملتیا سیمې ته رسېدلې ده.
سنتکام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه بېړۍ د مارچ په ۲۷مه (د وري ۷مه) د دوی مسوولیت ته داخله شوې ده.
د یادې قومنداني د معلوماتو له مخې،USS America یا «تریپولي» جګړهییزه بېړۍ د ځمکني تیارسۍ ډلې او د ۳۱م سمندري اعزامي واحد مشري کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا ځواک نږدې ۳۵۰۰ سرتېري، د ترانسپورتي او جنګي الوتکو وړتیاوې او بېلابېل تاکتیکي تجهیزات لري.
یواېساېس تریپولي چې د جاپان د ساسبو په سمندري اډه کې مېشته ده، شاوخوا ۸۵۰ فوټه اوږدوالی او نږدې ۴۵زره ټُنه وزن لري.
دا بېړۍ په اصل کې د کوچني الوتکوړونکي بېړۍ بڼه لري او کولی شي د پټو بریدونو جنګي الوتکېF-35 Lightning II، ترانسپورتي الوتکې MV-22 Osprey او هغه وسایل ولېږدوي چې د سرتېرو د ساحلي ځای پر ځای کولو لپاره کارېږي.