Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ناټو د ټرمپ نیوکه: ایران سره جګړه کې مو مانالرونکی ملاتړ نه‌دی کړی

ډونالډ ټرمپ 1234

د امریکا ولسمشر ډوناډ ټرمپ په ناټو سازمان نیوکه کړې او ویلي، دغه تړون ایران سره د وروستۍ شخړې په جریان کې هېڅ مانا لرونکی ملاتړ نه‌دی کړی.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ تېره ورځ واشنګټن ډي‌سي کې د کابینې غونډې پرمهال پوښتنه وکړه چې ایا ناټو سازمان به په یوه لوی بحران کې د واشنګټن د مرستې لپاره اقدام وکړي؟

هغه دغه وضعیت د متحدانو لپاره د «وفادارۍ ازموینه» بللې او ټینګار یې کړی چې امریکا کلونه پر ناټو ډېر لګښت کړی، خو په مهم وخت کې ورته متقابل ملاتړ نه‌دی شوی.

هغه وویل چې له دې سازمانه “ډېر مایوسه” شوی او امریکا به د ایران کړکیچ په یاد وساتي.

نوموړي پر برتانیې هم نیوکه وکړه او وې ویل، لویدیځ شریکان د هرمز تنګي پرانیستلو او خوندي کولو لپاره کافي کار نه‌کوي، په‌داسې حال کې چې تهران خبرداری ورکړی، د اوبو لاره به یوازې “دوست” هېوادونو ته خلاصه وي او د مخالفینو لپاره به وتړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام