د ایران جګړه؛ د ناروې کډوالو شورا: افغان کډوال ډېر زیانمنونکي دي

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې ایران کې د اسراییل او امریکا د بمباریو له یوې میاشتې وروسته، میلیونونه خلک د خوندیتوب په لټه کې دي.
دغې شورا نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران کې له څلور میلیون څخه ډېر افغانان تر ټولو زیان‌منونکو کې دي. خبرپاڼه کې راغلي، ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې

د سیمې کړکېچ ترڅنګ، د چین صنعتي ګټو کې ۱۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی

سیمه کې په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت ته په پام، د چین صنعتي ګټو چټک زیاتوالی موندلی.
رویټرز اژانس نن جمعه د حمل ۷ / مارچ ۲۷ راپور ورکړی، که څه هم د منځني ختیځ جګړه د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د چین صنعتي شرکتونو د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د ګټو د ودې پیاوړې شمېرې ثبت کړي.

رییس‌الوزرا او د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان پاکستان پر وضعیت خبرې کړي

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا لوموي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره ټلیفوني اړیکه کې د سیمه‌ییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان پر وروستي وضعيت خبرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې ملا حسن اخوند دغه ټلیفوني اړیکې کې وویل، اسلامي امارت د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د ستونزو په حل باور لري‌ او تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.