د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا لوموي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره ټلیفوني اړیکه کې د سیمهییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان پر وروستي وضعيت خبرې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې ملا حسن اخوند دغه ټلیفوني اړیکې کې وویل، اسلامي امارت د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د ستونزو په حل باور لري او تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه نهدی.
هغه ویلي، بايد له داسې اقداماتو ډډه وشي چې د ترينګلتياوو د زياتوالي لامل کېږي او د ستونزو د حل لپاره بايد له حکمت او عقلانيت څخه کار واخيستل شي.
رییسالوزرا پر ايران د امريکا او اسراییلو د يرغل په پايله کې په سيمه کې د ترینګلتیاوو د زياتوالي له امله هم اندېښه څرگنده کړې.
د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي او شته ستونزې د مخلصانه تفاهم له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
د اسلامي امارت رییسالوزرا د مالیزیا لومړي وزیر له هڅو د مننې ترڅنگ، د ورته اړيکو پر دوام ټينگار وکړ.