د هېواد یوشمېر اوسېدونکي د انټرنېټ د ټیټ او خراب کیفیت له امله شکایت کوي او وایي، سره له دې چې د انټرنېټ د فعالولو لپاره لوړ لګښت کوي، خو بیا هم چټک او باوري انټرنېټ ته لاسرسی نهلري.
د دوی په وینا، د انټرنېټ ټیټ کیفیت او پرلهپسې پرېکېدل، خلک د ورځنیو کارونو په مخته وړو کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل اوسېدونکی نجیبالله وایي: «د انټرنېټ خدمات په ډېر لوړ لګښت فعالوم، هره میاشت شاوخوا دوه زره تر دوه نیم زره افغانیو پورې پیسې ورکوم، خو بیا هم کیفیت ښه نه دی. هر ولایت ته چې ځم، بېلابېل سیمکارتونه کاروم، ځکه په هر ځای کې یو سیمکارت کار نه کوي، او د انټرنېټ د کمزورۍ له امله مې یو مهم کاري فرصت هم له لاسه ورکړ، ځکه ونه توانېدم په یوه کاري غونډه کې ګډون وکړم.»
د فراه اوسېدونکې دینا محمدي چې خپلې زدهکړې انلاین پرمخ وړي، هم د انټرنېټ له ټیټ کیفیت شکایت لري او وایي: «کېدای شي د انټرنېټ ټیټ کیفیت د ډېرو لپاره جدي موضوع نه وي، خو زما لپاره ډېر مهم دی، ځکه زما زدهکړې ورسره تړلې دي. په دې وروستیو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې یم، نه شم کولی په منظم ډول درسي غونډو کې ګډون وکړم او که وصل هم شم، غږ سم نه وي او نه شم کولی خپل کورني کارونه ترسره کړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل یوه اوسېدونکې او زدهکړیاله صبا وایي: «د انټرنېټ د ټیټ کیفیت له امله نشم کولی له خپلو بهرنیو ملګرو سره اړیکه ونیسم. غوښتل مې د تسلیت لپاره له یوې ملګرې سره خبرې وکړم، خو انټرنېټ پرې شو او خبرې نیمګړې پاتې شوې، وروسته اړ شوم یوازې پیغام ولېږم. همدارنګه، په خپلو درسونو هم سم تمرکز نه شم کولی او کله ناکله درسي غونډو ته هم نه شم حاضرېدای.»
بلخوا یوشمېر هغه کسان چې انلاین کاروبارونه لري، وایي چې د انټرنېټ ټیټ کیفیت له امله نشي کولی له خپلو پېردونکو سره پر وخت اړیکه ونیسي.
عبیدالله چې په کابل کې د یوه خصوصي شرکت مسوول دی، وایي: «د انټرنېټ د خراب کیفیت او پرلهپسې پرې کېدو له امله موږ د ویزې او ثبتنام په برخه کې له ستونزو سره مخ یو، نه شو کولی په ټاکلي وخت خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندې کړو او له مسوولانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې ستونزې ته حل پیدا کړي.»
دغه هېوادوال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) غواړي چې د انټرنېټ د چټکتیا ښهوالي او د بیو د راکمولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې خپل کاروبارونه په انلاین ډول پر مخ وړي.
په همدې حال کې، د اترا مسوولان وایي چې اوس مهال هېواد کې له ۲۹ میلیونو ډېر کسان د انټرنېټ له خدماتو ګټه اخلي او د کاروونکو د شمېر زیاتوالي د انټرنېټ پر کیفیت او چټکتیا منفي اغېز کړی دی.
د اترا ویاند، جلالالدین شمس، وایي: «یوازې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا دوه زره انتنونه فعال شوي دي. نن ورځ په افغانستان کې ۲۹ میلیونه کسان د انټرنېټ له خدماتو استفاده کوي، او موږ تل مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو خدماتو کیفیت لوړ کړي. د کاروونکو د زیاتوالي له امله ستونزې رامنځته شوې، ځکه هغه انتن چې مخکې پنځه زره کسانو ته خدمات وړاندې کول، اوس لس زره کسان ترې استفاده کوي، نو اړتیا ده چې پانګونه زیاته او انتنونه ډېر شي. شرکتونو له موږ سره ژمنه کړې چې دا ستونزه به ژر حل کړي.»
د وروستیو کلونو پرمهال هېواد کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی او ډېری خلک خپل تجارت، زدهکړې او ورځنۍ اړیکې په مستقیم ډول له انټرنېټ سره تړلې بولي، خو لاهم د کیفیت ټیټوالی یوه جدي ستونزه ده چې د خلکو پر ژوند منفي اغېز لري.