د ملګروملتونو فرهنګي او علمي سازمان «یونسکو» وايي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر چې له زدهکړو پاتې دي، د اووم پرلهپسې کال لپاره زیات شوی او اوس ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی.
دې سازمان نن پنجشنبه، د مارچ ۲۶مه، په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دې اندېښمنونکي وضعیت اصلي لاملونه د نفوس چټک زیاتوالی، دوامداره بشري او سیمهییز کړکېچونه او د تعلیمي سکتور د بودیجې کمښت دی. د راپور له مخې، په نړۍ کې له هر شپږو ماشومانو څخه یو یې د مکتب له زدهکړو بېبرخې دی.
یونسکو ټینګار کړی چې که څه هم شاوخوا دوه پر درېیمه د منځنۍ کچې زدهکوونکي خپلې زدهکړې بشپړوي، خو لاهم په ډېرو هېوادونو کې د زدهکړو دوام له جدي ننګونو سره مخ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې سیمهییز بحرانونه، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې، د ښوونځیو د تړلکېدو او د میلیونونو ماشومانو د زدهکړو د پرېکېدو لامل شوي دي. د یونسکو په وینا، دا بهیر کولای شي د راتلونکې نسل پر تعلیمي او مسلکي فرصتونو ناوړه اغېز وکړي.
سره له دې ننګونو، راپور ښيي چې له ۲۰۰۰کال راهیسې په نړۍ کې د ابتدایي او منځنۍ زدهکړو د نوملیکنې کچه شاوخوا ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. یونسکو زیاتوي چې ځینې هېوادونه لکه مډاګاسکار، توکو، مراکش، ویتنام، جورجیا او ترکیه توانېدلي چې د ښوونځیو څخه د پاتېکېدو کچه په پام وړ ډول راکمه کړي.
یونسکو په پای کې ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه په ګډه او جدي اقدام ونه کړي، د زدهکړو له بهیره د ماشومانو د پاتېکېدو دا بحران به لاپسې ژور شي.