Asset 1SWN

سلام وطندار

د نوي تعلیمي کال پیل او د هغو نجونو داستان چې له زده‌کړو محرومې دي

نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو محرومیت

افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو شاوخوا ۴ نیم کاله کیږي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام لري.

په دغه موده کې ځینې نجونې واده شوي، ځینو آنلاین زده‌کړو ته مخه کړې، یو شمېر بیا په مسلکي مهارتونو بوختې شوي، خو ګڼ شمېر یې په کورنیو چارو بوختې او د رواني فشار له اغېزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار د دغو نجونو لپاره د بدیل لارو څېړلو په موخه له زده‌کړو محرومو ۱۵ نجونو او ۶ مېندو سره مرکې کړي.

له بادغیس څخه ۲۵ کلنه سحر او ۲۰ کلنه عایشه چې انلاین زده‌کړو ته یې مخه کړې، وایي:

«زه غلې پاتې نه‌شوم. فکر مې کاوه چې زده‌کړو ته باقید دوام ورکړم، ان که لاره یې بدله شي. اوس د ښځو لپاره د آنلاین پوهنتون ژورنالیزم څانګه کې زده‌کړه کوم؛ ځکه تل مې له رسنیو، راپور ورکولو او د ستونزو روایت کولو سره مینه درلوده. دا انلاین پروګرام زما لپاره یو ارزښتناک بدیل و چې وکولی شم ترې استفاده وکړم او بېرته زده‌کړو ته راستانه شم.»

«ترټولو سخته برخه یې دا وه چې په دې کلونو کې له درس، دوستانو او خپلو هیلو څخه لرې پاتې شوم. احساس مې کاوه چې ډېر څه مې له لاسه ورکړي. په کور کې به مې درسونه زده‌کول او کله ناکله به مې د موبایل له لارې آنلاین زده‌کړې تعقیبولې، خو امکانات تل نه‌وو. ښه وو، خو د حضوري زده‌کړو کچې ته نه رسیږي.»

یو شمېر نورو نجونو بیا مسلکي زده‌کړو او لاسي صنعتونو ته مخه کړې.

د جوزجان اوسېدونکې ۲۸ کلنه حسن‌ارا او د بدخشان اوسېدونکې مریم وايي: «زما په اند، تر ټولو لوی څه چې له لاسه مې ورکړل، هماغه زده‌کړه ده. په دې موده کې ډېره خپه شوم. یوازې خیاطي مې تعقیب کړه؛ مخکې له دې چې پوهنتون وتړل شي، کمپیوټر مې هم زده کاوه، خو وروسته له بندېدو مې خیاطۍ ته دوام ورکړ.»

«اوس چې ښوونځي ته نشم تلی، ما ځان په یوه دیني مدرسه کې شامل کړی او هیله لرم چې وکولی شم هلته خپلې زده‌کړې په ښه ډول پر مخ یوسم. دا زما دوهمه لاره ده چې زده‌کړه وکړم او پرمختګ وکړم، غواړم په راتلونکې کې د دین خدمت وکړم او یوه ښه استاده شم.»

په دې راپور کې له شپږو مېندو سره هم خبرې شوي.

هغوی وایي چې د زده‌کړو د نشتوالي له امله یې لوڼې بې‌حوصله شوي او ان ځینې یې پر خپګان اخته شوې دي.

دوی ټینګار کوي چې د دې وضعیت د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره خپلې لوڼې د کور په کارونو بوختوي او د کتاب لوستلو ته یې هڅوي.

د بامیان اوسېدونکې ۴۶ کلنه خدیجه وایي چې دوه لوڼې یې له ښوونځي او پوهنتون څخه پاتې شوي:

«ډېر سخت وي، هره ورځ مې لوڼې د پرون په پرتله لا ډېرې ناهیلې کېږي. زه هم د هغوی په څېر خپه یم او ښه احساس نه‌لرم، هېڅ کار مې له لاسه نه کېږي. هڅه کوم چې بېکاره پاتې نه‌شي، د کور کارونو کې یې بوختوم، کتاب لوستلو او آنلاین درسونو ته یې هڅوم، خو زړه یې مات شوی.»

۳۸ کلنه ښایسته چې د څلورو ماشومانو مور ده، وایي چې اقتصادي توان نه‌لري، څو خپلې له زده‌کړو محرومې لورګانو ته انلاین کورسونه برابر کړي:

«تر کومه چې مو وس رسېده، انلاین کورسونه مو ورته برابر کړل، کله مدرسه او کله کورني کورسونه، خو اوس زموږ اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او د همدې انلاین کورسونو توان هم نه‌لرو. اوس یوازې په کور کې خپل درسونه تکراروي.»

هغه مېندې او نجونې چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوي، هیله لري چې یوه ورځ به بیا د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانېستل شي.

هغوی له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، څو وکولی شي خپلو هیلو او موخو ته ورسېږي.

د پنجشیر اوسېدونکې فرشته چې د څلورو ماشومانو مور ده او سحر اکبري د اقتصاد څانګې محصله وایي:

«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، هم ښوونځي او هم پوهنتون ته ولاړې شي، څو کورنۍ هم خوښې وي او دوی د راتلونکې جوړوونکې وګرځي.»

«زه لا هم هیله لرم چې یوه ورځ به بېرته پوهنتون ته ولاړه شم او په حضوري تعلیمي چاپېریال کې به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم. خپل راتلونکی روښانه وینم، ځکه هڅه کوم چې زده‌کړه وکړم، تجربه ترلاسه کوم او باور لرم چې هېڅ محدودیت نشي کولی د یوې اراده لرونکې نجلۍ مخه ونیسي.»

اخوا، د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منگل د سواد کچې د ټیټېدو او د فقر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

«تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د بې‌سوادۍ زیاتوالي، رواني ستونزو، فقر او د ټولنې د شاتګ لامل شوی. کله چې نجونې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، له زده‌کړو محرومې شي، د کورنۍ او ټولنې راتلونکی زیانمن کېږي. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې هر څه ژر د زده‌کړو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.»

کارپوهان او ارواپوهان هم خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو د نجونو او ښځو محرومیت ناوړه ټولنیزې اغېزې لرلی شي.

د زده‌کړو کارپوه جمال‌الدین سلیماني او ارواپوه محمدالله بلوچ وایي: «د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو تړل کېدل لامل کېږي چې موږ یو شاته پاتې کېدونکې ټولنه ولرو. دا کار بدې اقتصادي پایلې هم لري، ځکه د تعلیمي بنسټونو په تړل کېدو سره ډېر کسان بېکاره شوي او ډېر نور له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوي. ظرفیتونه راټیټ شوي او دا د افغانستان پر ټولنه یو نه جبرانېدونکی زیان دی.»

«ښوونځی او پوهنتون د هر انسان لپاره په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، یوه اساسي رواني اړتیا ده. که نجونې له دې اړتیا څخه محرومې شي، نو لویې ستونزې لکه ناهیلي، خپګان، د ځان‌وژنې فکرونه، له کوره تېښته، جبري ودونه، رواني ګډوډۍ، ټولنیز بې‌نظمي او همداراز د اقتصاد کمزورتیا رامنځته کېږي.»

ټولنپوه شعیب احمدي وایي چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت لامل کېږي چې ټولنه د مسلکي ځواک له کمښت سره مخ شي.

«کله چې د زده‌کړو په بهیر کې څو کاله واټن رامنځته شي، دا خپله سبب کېږي چې فرد نور ونه شي کولی زده‌کړو ته ادامه ورکړي او انګېزه یې کمه شي. که بیا هم زده‌کړه پیل شي، هر څومره چې خلک وهڅوو، بیا هم اغېز یې کم وي. نجونې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، کله چې زده‌کړه ونه‌کړي، نو متخصصین کمېږي او په ټولو برخو کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ بهیر ورو کېږي.»

خو دیني عالم قطب‌الدین مجتهد وایي چې اسلامي شریعت د زده‌کړو د بندېدو لپاره هېڅ ډول محدودیت نه‌دی ټاکلی.

«که یوه نجلۍ وغواړي زده‌کړه وکړي، لکه د دیني علومو پرمختللې برخې (فقه، حدیث) چې دا هم فرض کفایي دي او یا ګټور دنیوي علوم لکه طب او د مهارتونو زده‌کړه، نو دا جایز او کله ناکله مستحب هم دي. د زده‌کړو د بندېدو لپاره کوم مشخص حد نه دی ټاکل شوی، معیار دا دی چې د دیني واجباتو پرېښودل په کې رامنځته نه شي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ لمریز کال له سنبلې میاشتې راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو او د ۱۴۰۲ کال قوس میاشت کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل شول.

اوس له څلورو کلونو زیات وخت کېږي چې افغانستان کې نجونې منځنۍ او لوړو زده‌کړو ته له لاسرسي محرومې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام