Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوبو او انرژي وزارت معین تاشکند کې د اوبو اړوند غونډه کې ګډون کړی

Untitled-1

د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند کې «د اوبو اونۍ» تر عنوان لاندې فورم کې ګډون کړی.

هغه دغې غونډې ته وینا کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا، د اوبو مدیریت برخه کې د نوې ټکنالوژۍ په کارونې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی.

ده د آمو سیند د سواحلو د تخریب مخنیوي په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقوقو ته ژمن دی.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یادې غونډې په څنډه کې د ازبیکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوبو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې یاد فورم کې د دغه وزارت د مرستیال ګډون د افغانستان لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې له لارې یې هېواد کولی شي نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې خپل حضور لا پیاوړی کړي او د متقابلو همکاریو نوی فصل پرانیزي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام