Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

1000393216

د هلمند یو شمېر شمالي او مرکزي ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ځاني زیان اړولی او ګڼ کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات زیانمن شوي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد سلام‌وطندار ته ویلي، د لومړنیو مالوماتو له مخې، نهرسراج، ګرشک، باباجي، ناوه، نادعلي، مارجې، کجکي، موسی‌کلا، نوزاد، سنګین او واشېر ولسوالیو کې سېلابونو یو چکډېم، د خلکو ګڼ شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي.

هغه وویل: «د وروستیو ورښتونو له امله ګڼو ولسوالیو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي او سېلابونو عامه او شخصي شتمنۍ له منځه وړي دي.»

هغه زیاته کړې، که څه هم کره شمېرې لا نه دي مشخصې شوي، خو د سېلابونو له امله پر لویو لارو هم اوبه راغلې چې د تګ راتګ بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی.

اخوا، تېره شپه ناوخته د سنګین ولسوالۍ «امان الله کاریز» سیمه کې د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې پایله کې یې ۲ ماشومانو او یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

همداراز، راپورونه ښيي چې واشېر ولسوالۍ کې هغه چکډېم چې د یو نړیوال بنسټ له لوري یې د جوړولو چارې روانې وې او لا حکومت ته نه وسپارل شوی، د وروستیو سېلابونو له امله ویجاړ شوی.

هلمند ولایت هر کال د موسمي بارانونو او سېلابونو له ګواښ سره مخ وي چې ډېری وخت د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړېدو سبب ګرځي.

د مناسبې زېربنا نشتوالی او د اوبو د مهار کمزوري سیستمونه لامل کېږي چې دا ډول طبیعي پېښې ولس ته درانه زیانونه ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام