پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان شهیدان شوي، په کلکه غندلي.
ښاغلي کرزي نن جمعه پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان دغه بریدونه د ګاونډیتوب، بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت غوښتي چې دښمني پریږدي، لرې فکر او افغانستان سره نیک او متمدنه اړیکې او تګلاره غوره کړي.
د اسلامي امارت مسوولانو ویلي چې پاکستان تېره شپه پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد کړی چې تر دامهاله په کې ۴ ملکیان شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.