پاکستان یو ځل بیا پر کابل ښار هوایي بمبار کړی چې ۴ ملکیان په کې شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تایید کړه چې برید تېره شپه د کابل ښار د ٢١ حوزې اړوند د ٢۴ ګذر په ساحه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د ملکیانو په کورونو شوی.
هغه وویل، دغه برید کې ۴ عام هېوادوال شهیدان شوي او په نورو کورونو کې ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دا داسې مهال دی چې تېره ورځ هم خوست کې د پاکستان برید پرمهال د يوې کورنۍ ۴ غړي شهيدان او ۳ تنه نور ټپيان شوي وو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایلي وو، د خوست د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د «صدقو» کلي د «بدرګې ګورګورې» سيمه کې وړمه شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه شوي.
هغه ویلي چې د دغو بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نارينه په ګډون ماشومان، چې يو يې نجلۍ او بل هلک و، شهيدان شوي او ۳ تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.