د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې ۷۵ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، ۳۸ کورنۍ د ورېښمو پُل، ۱۵کورنۍ د هرات د اسلامکلا، او ۲۲ کورنۍ د کندهار دسپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوې دي.
دغه کورنۍ داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان کې یوازې ۱۱سلنه راستنېدونکي کار اري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، دوه ورځې مخکې هم له هېواد څخه شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې وې.
ملګري ملتونه زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګروملتونو چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانان بیرته هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې له پاکستان او ایران څخه دي.