Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا: د قونسلګرۍ غیربېړني کارکوونکي دې له پاکستان ووځي

US-consulate-Pakistan

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د کراچۍ او لاهور ښارونو کې د امریکا له قونسلګریو سره تړلي غیربیړني کارکوونکي دې له خپلو کورنیو سره یوځای له یاد هېواد څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کراچۍ په ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ مخې ته د اعتراض پرمهال لږترلږه ۱۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شول. راپورونه وایي چې ځینو لاریون کوونکو هڅه کړې وه قونسلګري ته ننوځي.

دغه اعتراضونه د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي، د وژنې له راپورونو وروسته رامنځته شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکي وایي چې په ټول هېواد کې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله ټولټال ۲۴ کسان وژل شوي دي.

امریکا همداراز ویلي چې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت په وضعیت کې کوم بدلون نه‌دی راغلی او سفارت خپلې چارې په عادي توګه مخته وړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام