افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې تر دامهاله یې ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي چې ۴۲ کسان پهکې وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان دي.
یوناما نن سهشنبه د حوت ۱۲ / مارچ درېیمه یوه اعلامیه کې ویلي: «د تېرې فبروري میاشتې له ۲۶مې د مارچ تر دویمې نیټې یوناما افغانستان کې لږترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي چې ۴۲ کسان پهکې وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي. دا لومړني ارقام دي.»
یوناما زیاته کړې چې ملکي تلفاتو کې هغه کسان شامل دي چې د پولې دواړو خواوو ته په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې د نښتو له امله د غیر مستقیمو ډزو په پایله کې زیانمن شوي دي.