Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي پر ایران د امریکا او اسراییل برید غندلی

امیر خان متقي 33

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرو کې، سیمه کې پر وروستیو بدلونونو او روان وضعیت خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې متقي پر وروستیو بدلونونو اندېښنه ښوولې او پر ایران یې د امریکا او اسراییل یرغل محکوم کړی.

همدارنګه هغه د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه‌یي ترور په تړاو غمشریکي او د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

ده زیاته کړې چې اسلامي امارت د هېوادونو د حریم، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نقض د نړیوالو منل شویو اصولو خلاف بولي.

هغه هرڅه ژر د نښتو په پایته رسولو او په سوله ییز ډول د بحران پر حل ټینګار کړی.

دغو ټلیفوني خبرو کې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان له غمشریکۍ او دریځ څخه ستاینه کړې او د خپل هېواد متقابل اقدامونو په اړه یې مالومات ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام