Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان هند سره درې یو ورځنۍ او یوه ټسټ لوبه کوي

افغانستان هند کرکټ

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله جون میاشت کې هند لوبډلې سره یوه ټېسټ لوبه او ورپسې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د کرک‌انفو ویب‌پاڼې نن دوشنبه د حوت ۱۱ / مارچ دویمه ویلي، ټسټ لوبه به د جون په ۶مه او ۳ یو ورځنۍ سیالۍ به د جون په ۱۴مه، ۱۷مه او ۲۰مه وشي.

دا به د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټسټ لوبه وي.

په ۲۰۱۸ کال کې په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې هند افغانستان ته په یوه پاڼۍ او ۲۶۲ منډو ماتې ورکړې وه.

دا لوبلړۍ به د ای‌پي‌اېل تر پای ته رسېدو یوازې شپږ ورځې وروسته پيل شي؛ هغه سیالۍ چې ټاکل شوې پایلوبه یې د مې په ۳۱مه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام