Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت سیمه کې د پوځي اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې

بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سیمه کې وروستیو تحولاتو په بې‌ساري ډول کړکېچونه راپارولي او دا وضعیت به د سیمې لپاره اوږدمهاله منفي پایلې ولري.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ یکشنبه د حوت ۱۰ / فبروري لومړۍ پر اېکسپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه لري.

هغه لیکلي: «اسلامي امارت د هغه برید له امله خپله ژوره اندېښنه څرګندوي چې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران ترسره شو او وروسته د ایران له خوا د خلیجي هېوادونو په نښه کولو سره پراخ شو.»

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د منل شویو اصولو له مخې، د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم نقض او همدارنګه د ملکي وګړو وژل، د غندنې وړ کړنې دي.

یاد وزارت له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره پوځي اقدامات ودروي او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام