Asset 1SWN

سلام وطندار

حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۵۲ ملکیان شهیدان شوي

حمدالله فطرت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پر افغانستان د پاکستان هوايي بمبار او بریدونو کې تر دامهاله ۵۲ ملکیان شهیدان شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

نن شنبه د دلوې ۹ / فبروري ۲۸ یوه غږیز کلپ کې وویل، د پاکستان بریدونو کې ۶۶ ملکیان ټپي شوي هم دي.

ښاغلي فطرت ویلي، د تېرې یکشنبې شپې راهیسې پاکستان پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د خلکو کورونه، عامه ځایونه او د راستنېدونکو کمپونه په نښه کړي چې ملکي وګړو ته یې د مرګژوبلې ترڅنګ، درانه مالي زیانونه هم اړولي.

د ده په وینا، دغو بریدونو کې ۸ کورونه په بشپړ ډول او ۱۴ نور په نیمه ډول وران شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په داسې حال کې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري، د سیمې هېوادونو، اروپايي ټولنې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له دواړو لورو غوښتي چې زغم وښيي، جګړه پایته ورسوي او د خبرو لاره غوره کړي.

که څه هم اسلامي امارت ویلي چې د خبرو له لارې د اختلافونو حل ته ژمن دی، خو پاکستان ویلي چې له اسلامي امارت سره هېڅ ډول خبرو ته چمتوالی نه‌لري.

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نښتو د پنجشنبې له شپې زور اخیستی او لاهم دوام لري چې ورسره هم‌مهاله، اسلامي امارت ویلي، د امنیتي اقداماتو او دفاعي تدابیرو ترڅنګ، فعاله ډیپلوماسي هم په جدي توګه تعقیبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام