Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي: اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی

امیر خان متقي 6423

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل ترکي، قطري او عربستاني سیالانو سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.

د نوموړي په خبره، دا ډول هڅې هغه وخت پایله ورکولی شي چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

د بهرنیو چارو وزیر دې ټیلیفوني خبرو کې زیاته کړې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي.

متقي ویلي چې اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل په دې اړه وویل:

«په دې اړیکه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو تحولاتو په تړاو د اسلامي امارت اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي، اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه‌دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ټلیفوني خبرو پرمهال ویلي چې له یو شمېر هیوادونو سره په اړيکه کې دي څو د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره ګډې هڅې همغږي شي.

په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي هم  ویلي چې هېواد یې د تاوتریخوالي کموالی غواړي.

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر، امير خان متقي، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير، شهزاده فيصل بن فرحان، سره د ټيليفوني اړیکې پرمهال د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمه‌ييزو مسايلو، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت هم خبرې کړې دي.

متقي په دغو خبرو کې زیاته کړې چې افغانستان د هېچا پر ضد منفي نيت نه لري او خپل امنيتي تدابير يوازې د خپل امنيت د خوندي کولو په چوکاټ کې تنظيموي.

ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، افغانستان تل د خبرو له لارې د مسائلو د حل هڅې کړي.

دوی زیاتوي دواړه لورې دې شته مسائل د خبرو د لارې حل کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیاسي چارو کارپوهان ادریس محمدي ځاځی او عبدالصادق حمیدزوی په دې اړه وايي:

«افغانستان د خپلو همسایه ګانو بالخصوص په سیمه کې پرتو مملکتونو لپاره تل مثبت فعالیتونه، سیاستونه غوره کړي او دمګړۍ هم په دغه درشل باندې روان دی، خو چې د پاکستان له خوا نه بیا تعرضي بریدونه کېږي، د افغانستان پر جغرافیې باندې تجاوز کېږي، بیا د یو منظم، منسجم، با حلاصیته، مسوولیت پذیره حکومت په صفت باندې دا یې بیا مسوولیت دی چې ترڅو جواب ورکړی او هغوی ته هم هماغه پالیسي ګانې او هماغه سیاستونه غوره کړي چې دوی یې په هماغه ژبه باندې پوهېږي.»

«دا چې پاکستان بار بار ادعا دې ټي ټي پي کوي غیر د کوم شواهدو او اسنادو او داسې غوښتنې د افغانستانه مطرح کوي چې هغه د افغانستان د هغې غوښتنو له عهدې نه هېڅ وتلی نه شي، دلته حاکمیت ملي، تمامیت ارضي، استقلالیت او دلته ډېری مسایل د سوال لاندې راځي، او بله خبر دا چې یعنی ټي ټي پي په افغانستان کې شتون نه لري نو زه څنګه وکولای شم چې پاکستان پنجاب کې ټي ټي پي مهار کړم نو دغه هغه مسایل دي چې که چېرې دواړو طرف ته مشروعه غوښتنې او د حل په موخه صادقانه نیت و نه لري دغه مسایل، کشاله به همداسې اوږده وي او همداسې به پرته وي، نو ښه خبره دا وي چې دواړه د حل په مسایلو باندې وغږېږي او ددې لپاره یو داسې پلټ فارم رامنځته کړي چې څنګه کولای شو دغه مشکل یو طرف کړو او حل یې کړو.»

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو هم د کابل او اسلام اباد کې ترمنځ د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکي هڅې غوره بللې دي.

پاکستاني پوځ د تېرې اونۍ د یکشنبې په شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه کور هوايي بریدونه وکړل. د بهسود برید کې د یوې کورنۍ ۱۷ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دغو بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې پنجشنبې په شپه په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ډیورنډ فرضې کرښې هغې غاړې ته د پاکستان امنیتي پوستې تر سختو غچ‌اخیستونکو بریدونو لاندې ونیولې.

د دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې نیولې دي چې له څلورو نورو پوستو پاکستاني سرتېرې په خپله وتښتېدل. له دې نښتو وروسته پاکستان په کابل، کندهار او پکتیا کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د اسلامي امارت ویاند وویل هیڅ تلفات يې ونه رسول.

د دې بریدونو په غبرګون کې اسلامي امارت اسلام اباد کې فیض اباد ښار، ایبټ اباد، میرامشاه او سپین وام سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو پرمټ هوايي بریدونه وکړل.

تیره شپه یو ځل بیا پر فرضې کرښې جګړې زور اخیستی، له دې سره هم مهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د ترکیې او د قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د ټیلیفون خبرو له لارې پر سیمه‌ییزو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ جګړې په اړه خبرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام