غزني کې د کابل ـ کندهار پر لویهلار د ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ژوند بایللی او يو بل ټپي شوی.
د غزني د امنیې قومندانۍ وياند خالد سرحدي نن سېشنبه د دلوې ۲۸ / فبروي ۱۷ وویل، پېښه نن سهار د آببند ولسوالۍ «البدر» سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویهلار د يو باروړونکي او مسافر وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې.
دی وايي، دغه پېښه د موټرچلوونکو بېاحتياطي په دلیل رامنځ ته شوې.
د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د کابل ـ کندهار پر لويهلار ټرافیکي پېښې په څرګند ډول زياتې شوي دي.