په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام ویلي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان سرپناه ته اړتیا لري.
د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام «UN-Habitat » نن یکشنبه، سلواغې ۲۶مه، ټینګار کړی چې یاد کسان یوازې سرپناه ته نه، بلکې غیرخوراکي توکو ته هم بېړنۍ اړتیا لري.
په دې تړاو د یاد پروګرام په پیغام کې راغلي: «مناسبه سرپناه د یوه باثباته راتلونکي پر لور لومړنی ګام دی. د دې اړتیاوو پوره کول نور د ځنډ وړ نه دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز، د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «OCHA » وړاندې ویلي و چې له څلورو میلیونو ډېر کسان په افغانستان کې سرپناه ته اړتیا لري. د دغه دفتر په وینا، طبیعي پېښو، د بېرته ستنېدونکو راتګ او اقتصادي ستونزو د خلکو زیانمن حالت لاپسې سخت کړی دی.
اوچا زیاته کړې چې غواړي ۸۸۱زره کسان د بیړنیو سرپناهوو او غیرخوراکي توکو له لارې تر پوښښ لاندې راولي. د دې موخې د پليکېدو لپاره، د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، له ۱۶۰ میلیونه ډالرو څخه ډېرې بودیجې ته اړتیا ده.
ملګري ملتونه وایي، که بېړنۍ مرستې زیاتې نهشي، نو د افغانستان د میلیونونو وګړو د ژوند شرایط به لاپسې له ستونزو سره مخ شي.