Asset 1SWN

سلام وطندار

د اماراتو «اتحاد» هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي

Etihad Airways Boeing 787-9 inflight

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ویلي، د ابوظبي هوايي شرکت «اتحاد» به د مارچ په ۲۸مې کابل ته الوتنې پيل کړي.

د افغانستان سفارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه چاره به د افغانستان او اماراتو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي.

یاد سفارت ویلي چې ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره ناسته کې ټینګار کړی چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزې اسانتياوې رامنځ ته او د ټکټونو او د سفر اړوندو لګښتونو د کمښت چارو ته دې پاملرنه وشي.

همدارنګه دغه کتنه کې د اتحاد شرکت چارواکو کابل ته د نویو الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګ‌راتګ په اړه مالومات وړاندې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام