د کندوز د بېلابېلو ولسوالیو یوشمېر کروندګر وايي، د تېر په پرتله د ژورو څاهګانو اوبه ډېرې ښکته تللي دي.
نجیبالله یو له دغو کروندګرو دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، د دوي په سیمه کې د ګڼو ژورو څاهګانو اوبه کمې شوي چې د کرنیزو فصلونو لپاره بسنه نهکوي او یوشمېر څاهګانې وچې شوي دي.
د ده په خبره، د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې د خپلې ځمکې یوه برخه له کرلو پرېږدي.
هغه وویل: «باران چې ونهشي او اوبه نه وي، لکه تېرکال د وریجو فصل هېڅ حاصل ورنه کړ. په ټول کندز کې سم حاصل ترلاسه نشو. هېچا له خپلې کرنیز ځمکې د قناعت وړ حاصل نه دی ترلاسه کړی. کله چې حاصلات کم شي، قېمتونه لوړیږي. اوبه چې نه وي، بارانونه چې نه وي نو د بزګرانو وضعیت خرابیږي.»
د کندوز دوو نورو بزګرانو رفیعالله او عظیمګل سلاموطندار ته وویل چې د اوبو کمښت، د دوی د کورنیو په کرنیزو عوایدو مستقیم اغېز کړی او د حاصلاتو کچه د پخوا په پرتله د پام وړ کمه شوې ده.
دوی زیاته کړه، د اوبو کمښت اړ کړي، څو د اوبو را ایستلو لپاره له پیاوړو پمپونو کار واخلي، هغه چې زیات لګښت او برښنا ته اړتیا لري او د ډېرو کروندګرو له توان څخه بهر دی.
رفیعالله وايي: «مونږ ځکه ژورې څاه ګانې کیندو چې اوبو ته ډېره اړتیا ده، زمونږ فصلونه لکه غنم، سبزیجات او نور خرابیږي. دا کرکیله ډېرو اوبو ته اړتیا لري او مونږ اړ یو چې ژورې څاه ګانې وباسو.»
عظیمګل وویل: «مخکې به چې خلکو څاه ګانې وویستې، اوبه به په پینځو مترو کې راووتې، حتی څلورو مترو کې به اوبه وې. اوس یې وګورئ هره ورځ اوبه ښکته ځي. خلک له اوبو ډېره ګټه اخلي نو د اوبو سطحه ټیټیږي. نه وروره مؤسسې کله له مونږ سره مرسته کړې ده، همدا خپله څاه لرو چې یو وخت اوبه لري او بیا وچه شي. هېچا راسره مرسته نه ده کړې. نه راته چاه څاه وهلې ده او نه یې بل کوم کمک کړی دی.»
بلخوا د اوبیزو چارو کارپوه پاینده محمدنعیمي په دې باور دی چې په دې ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې کموالی څو لاملونه لري.
د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې د باران کموالی، د اقلیم بدلون، د ژورو څاګانو ډېر کارول او د اوبو سرچینو د اغیزمن مدیریت نشتوالی د دې بحران اصلي علتونه دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «زما وړاندیزونه په څو برخو کې دي، لومړۍ دا چې له خلکو غوښتنه کوم څو د واورې یا باران لږ اندازه چې پر موږ وریږي باید په ځمکه کې جذب شي. اجازه ورنه کړو چې بې ګټې رانه ضایع شي. کوښښ باید وکړو چې واوره د خپل کور له چت څخه جذبونکي ځای ته و غورځوو. دا به په ځمکه کې جذب شي او زموږ د ځمکې لاندې اوبه به ورسره زیاتې شي. په دویم قدم کې موږ باید کوچني بندونه جوړو کړو، په عادي ډول د ونو له ښاخونو او ډبرو څخه، تر له یوې خوا د سېلابونو مخه ونیسو او له بل لوري اوبو ځمکې ته جذب شي.»
له دې سره هم مهاله، د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح الدین واحدي له سلام وطندار راډیو سره په مرکه کې وویل، له کروندګرو څخه د ملاتړ، د اوبو کم مصرف لارو چارو عملي کول او د لږ اوبو پرمهال د مناسبې کرکیلې پلانونه یې ترلاس لاندې نیولي دي.
د ده په خبره، په یادو برخو کې د وړ پرمختګونو نه تر سترګو کېدل یې د تخنیکي او مالي ستونزو له امله دي.
«زمونږ سپارښتنه او لارښوونه د بزګرانو لپاره همېشه داده او وه چې د اوبو له زیاتو کارولو سره ډېر احتیاط وکړي. بې ځایه یې مصرف نه کړي. هغه کرنیز نباتات وکري چې ډېرو اوبو ته اړتیا ونه لري تر څو وکولای شو کرنیزو فصلونو ته په مناسبه اندازه اوبه ورسیږي.»
په عین حال کې د کندوز د امو سیندیزې حوزې رییس عبدالحکیم حکمت وايي، په وروستیو کلونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
د ده په خبره، په خپلسري ډول د زیاتو ژورو څاه ګانو کیندل کولای شي، دا ستونزه نوره هم زیاته کړي.
نوموړي وویل: «مونږ غلي نه یو ناست، پروګرامونه ترلاس لاندې لرو. په ټول افغانستان کې د چېکډېمونو جوړول پیل شوي دي. کوچني بندونه جوړیږي. دلته هم دا کار کیږي تر څو اوبو ذخیره کړو. ځمکې ته اوبه جذب شي. مونږ په کندز، تخار او بغلان حوزه کې د دوو سترو بندونو د جوړو څېړنه پیل کړې ده. یو له دغو بندونو د کیلګی او بل هم د کوکچه سفلی بندونه دي.»
د ویلو ده که چېرې د اوبو شته سرچینې په ښه ډول مدیریت نشي، اغېزمن او همغږۍ اقدامات ترسره نشي،، د کندز ولایت زرګونه کورنۍ د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ کېدونکې دي.
باور دادی چې د اوبو د اوسني بحران مدیریت کولای شي، د راتلونکي نه جبرانیدونکي زیان مخه ونیسي.