Asset 1SWN

سلام وطندار

اوچا:  ۴.۲ میلیونه افغانان سرپناه ته اړتیا لري

Afghans-need-aid

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې شاوخوا څلور میلیونه او ۲۰۰زره افغانان د سرپناه د برابرولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

اوچا نن یکشنبه (د سلواغې ۱۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو او د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د یاد دفتر په وینا، وروستیو کلونو کې سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ د زرګونو کورنیو کورونه ویجاړ کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوچا زیاته کړې چې د خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي تر ۸۸۱زره کسانو ته بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکي ووېشي. د دې مرستو په چوکاټ کې خېمې، کمپلې، د ژمي وسایل او نور اړین توکي شامل دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې د سرپناه او غیرخوراکي توکو د برابرولو لپاره ۱۶۰ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې، بېرته راستانه شوي، زلزله‌ځپلي او کورني بې‌ځایه شوي کسان د دایمي سرپناه د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام