Asset 1SWN

سلام وطندار

چین کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي

9bf660b254c9a206c6c2b0b0cbe5e087c81b76870f16e0c9ac1cbc0bf7a5b2f4

د چین دولتي رسنیو نن (یک‌شنبه، د سلواغې ۱۹مه / د فبرورۍ ۸مه) راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال کې د یوې وړې بایوټکنالوژۍ کمپنۍ کې د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي دي.

یاده چاودنه پرون د «جیاپنګ بایوټکنالوژۍ» په نوم شرکت کې رامنځته شوې چې د شانشي ولایت د شوویانګ ښار کې موقعیت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، د پېښې په تړاو د یاد شرکت استازی نیول شوی او د چاودنې د علت د معلومولو لپاره یو ځانګړی څېړنیز ټیم جوړ شوی دی.

د راپور له مخې، جیاپنګ بایوټکنالوژي شرکت د ۲۰۲۵کال په جون میاشت کې جوړ شوی و او د حیواني خوراک، د سکرو اړوندو محصولاتو او ساختماني موادو په څېړنه او تولید کې یې فعالیت درلود.

تر اوسه د چاودنې د دقیق علت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام