د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړیوال جام سیالۍ نن د هند او سریلانکا په کوربهتوب پیل شوې.
د سږکال نړیوال جام سیالیو کې ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په D ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سویليافریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.
د دغو سالیو لومړۍ لوبه اوس ۱۰ بجې د پاکستان او هالنډ ترمنځ پیل شوه او له غرمې وروسته ۲ بجې به د سکاټلنډ او ویست انډیز او د ماښام په ۶ بجو به د هند او امریکا ترمنځ لوبه ترسره شي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ۱۰ بجې د هند په چینای ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.