Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو په تازه بريدونو کې ۲۳ فلسطينيان وژل شوي

Palestinians run as a building hit by an Israeli air strike collapses, in Gaza City, September 5, 2025. REUTERS/Mahmoud Issa     TPX IMAGES OF THE DAY

پر غزې  د اسراییلو په تازه هوايي بريدونو کې لږترلږه ۲۳ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی. د طبي سرچينو په وينا، دا د اوربند له پيل راهيسې يو له تر ټولو مرګونو ورځو څخه ګڼل کېږي.

الجزيرې شبکې (سلواغې ۱۵مه / فبرورۍ څلورمه) راپور ورکړی چې د وژل شويو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو د غزې ښار د «التفاح» او «الزيتون» سيمې، همداراز د خان‌يونس په سوېل کې د بې‌ځايه شويو کسانو خېمې او د المواصي سيمه بمبار کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د فلسطين د سره صلیب ټولنې ويلي چې په دغو بريدونو کې يو مرستندویه کارکوونکی هم وژل شوی دی. دا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا په منځګړيتوب اوربند لاهم په رسمي ډول نافذ دی.

د اسراییلو پوځ ويلي چې ياد بريدونه وروسته له هغه شوي چې د دوی يو افسر د غزې په شمال کې سخت ټپي شوی و او زياته کړې يې ده چې دا د «معمولو عملياتي فعاليتونو» برخه ده.

د راپورونو له مخې، د اوربند له پيل راهيسې تراوسه له ۵۲۰ څخه زيات فلسطينيان د اسراییلو په بريدونو کې وژل شوي او د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له پيل راهيسې د جګړې ټوليز تلفات له ۷۱زرو کسانو اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام