د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په شمال کې یې یو احتیاطي افسر نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، د سهار له لوري د ډزو په یوه پېښه کې سخت ټپي شوی دی.
د پوځ په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي سرتېري د نامعلومو وسلهوالو تر برید لاندې راغلي دي.
د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «احتیاطي افسر د ډزو له امله په جدي توګه ټپي شوی، روغتون ته لېږدول شوی او د هغه کورنۍ ته خبر ورکړل شوی دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلي پوځ د پېښې د کره ځای او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نهدي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د وضعیت د څار او امنیتي عملیاتو بهیر دوام لري.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اسراییل او فلسطیني مقاومت ډلو ترمنځ نښتې لاهم د غزې په بېلابېلو سیمو کې روانې دي او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره نړیوالو هڅو تراوسه کومه پایله نهده ورکړې.
په وروستیو اونیو کې د غزې په شمال کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی او دواړو لورو ته د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.