Asset 1SWN

سلام وطندار

د سرطان نړیواله ورځ؛ WHO: افغانستان کې یې د ناروغانو ملاتړ ته دوام ورکوو

سرطان-qjaye74fszfj5d1nsb70v5i4fqls0b1v5a0s904new

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان څانګې د «سرطان نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

یاد بنسټ نن (چهارشنبه، د سلواغې ۱۵مه / د فبرورۍ ۴مه) پر اېکس (X)په یوه پیغام کې ویلي چې د سرطان د مخنیوي لپاره هر کوچنی ګام هم د ژوند ژغورلو ارزښت لري.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د دې بنسټ تمرکز د سرطان پر وختي تشخیص، د عامه پوهاوي زیاتولو، اغېزمنې درملنې او له ناروغانو سره د مهربانه پاملرنې پر وړاندې کولو دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا،WHO  ویلي چې په ۲۰۲۲کال کې د سرطان نږدې ۴۰سلنه پېښې چې شاوخوا اووه میلیونه او سل زره کسان یې اغېزمن کړي وو، له هغو عواملو سره تړاو لري چې د مخنیوي وړ دي.

د سازمان په وینا، د تمباکو پرېښودل، سالمه تغذیه، منظم فزیکي فعالیت، د پاکې انرژۍ کارول او د واکسین ترلاسه کول، کولی شي د سرطان د اخته‌کېدو خطر کم کړي.

د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ څلورمه نېټه په ۲۰۰۰کال کې د سرطان د نړیوالې اتحادیې له‌خوا د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي لوړولو او د مخنیوي د هڅونې په موخه د «سرطان نړیواله ورځ» ونومول شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام