Asset 1SWN

سلام وطندار

خلیل الحیه: اسراییل هره ورځ له اوربند سرغړونه کوي

171456645

د حماس د سیاسي دفتر غړي، خلیل الحیه، ویلي چې اسراییل نږدې هره ورځ د اوربند تړون څخه سرغړونه کوي او دا موضوع یې له منځګړو هېوادونو او ځینو ناپېژاندو نړیوالو لورو سره په خپلو وروستیو خبرو کې راپورته کړې ده.

الحیه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په سوېلي او مرکزي سیمو کې د هوايي بریدونو پرمهال له ۳۰ څخه زیات فلسطینیان ووژل.

هغه په غزه کې د اسراییلو کړنې «جرم او عام وژنه» بللې او ویې ویل چې روانې خونړۍ حملې د «دروغجنو پلمو او ناسم معلوماتو» تر سیوري لاندې کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حماس دغه مشر ټینګار کړی چې د اوربند د دوام لپاره اړینه ده چې پر اسراییلو فشار واچول شي، څو د تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه چې که اسراییل خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې نه‌شي، نو د اوربند راتلونکی به لاهم له جدي ګواښ سره مخ وي.

منځګړو هېوادونو تر اوسه د الحیة د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو هڅې روانې دي چې د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام