د اندونیزیا د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ځمکې ښووېیدنې له امله د قربانیانو شمېر ۲۰ کسانو ته لوړ شوی او ۴۲ نور کسان لا هم نادرکه دي.
هممهاله، د اندونیزیا د سمندري ځواکونو ویاند، ادمیرال تانګول، نن (سهشنبه، د جنورۍ ۲۷ / د سلواغې ۷مه) تایید کړې چې ۲۳ سمندري سرتېري چې د اندونیزیا او پاپوانیوګیني ترمنځ د سرحدي ګزمې د تمریناتو پرمهال د ځمکې ښوویېدنې لاندې شوي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پېښه د روانې اوونۍ د شنبې په سهار د اندونیزیا د لوېدیځ جاوه ولایت کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، لږترلږه ۸۰۰ ژغورونکي، پوځیان او پولیس، د نهو بولډوزرونو په ملتیا، د نادرکه کسانو د لټون او ژغورنې لپاره د پېښې په ځای کې ځای پر ځای شوي دي.