Asset 1SWN

سلام وطندار

د ماشومانو ژغورنې سازمان: ژمی د زلزله‌ځپلو ماشومانو ژوند ګواښوي

12

د ماشومانو د ژغورنې سازمان «Save the Children» د افغانستان برخې ویلي، دې وروستیو کې درنې واورې د دې هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې.

دغه بنسټ دوشنبه د دلو ۶ ویلي چې په ختیځ کې ۵ زره او ۷۰۰ زلزله‌ځپلې کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې ژوند کوي.

دغه سازمان زیاته کړې چې سختې یخنۍ د ماشومانو د زیانمنېدو کچه نوره هم لوړه کړې او هغوی د حاد تنفسي ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ماشومانو د ژغورنې سازمان ټینګار کړی چې د کونړ له مرګوني زلزلې وروسته تراوسه یې په دې ولایت کې له ۳ زره کورنیو سره مرسته کړې او روان میلادي کال به افغانستان کې ۷۵ زره کسانو ته مرستې ورسوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو چې درنې واورې کونړ کې د زلزله‌ځپلو خیمې ویجاړې کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې لاسرسی هم محدود کړی.

دغه بنسټ کونړ کې زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو په رسولو ټينګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام