Asset 1SWN

سلام وطندار

هېوادوال د برښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي

برښنا نه‌شتون شکایتونه3

سالنګ کې د درنو وارو ورېدو په دلیل د ازبیکستان د وارداتي برښنا د یوې ستنې چپه کېدل، کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برښنا د کمښت لامل شوي چې خلک یې ننګونو سره مخ کړي.

یو شمېر هېوادوال وايي، د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو د دوی ورځنی ژوند او کاروبار له ستونزو سره مخ کړی.

دوی له برښنا شرکت غواړي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د لغمان اوسېدونکی او فلزکار احمدګل وايي چې کار یې په بشپړه توګه پر برښنا ولاړ دی، خو نشتون یې د ده د کار درېدو او د عاید کمېدو لامل شوی.

«د برښنا نشتوالي ډېرې ستونزې رامنځته کړي او زموږ ټول کار په برښنا پورې تړلی دی. کله چې برښنا نه وي، کار نشم کولی. شپه او ورځ یوازې دوه ساعته برښنا لرو چې زموږ ستونزې هېڅ نه حل کوي.»

د کابل ښار د کارته چهار سیمې اوسېدونکې مژده هم د برښنا له پرله‌پسې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، تعلیمي فعالیتونه یې ټکني کړي.

«د وروستیو واورو له امله هم د برښنا پرچاوي ډېره شوې او موږ ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي. زه هم انلاین زده‌کړې کوم او هم درس ورکووم، کله چې برښنا نه وي، موبایل مې چارج نه‌لري او نه شم کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې، د کاپیسا او پروان ولایتونو اوسېدونکي جلال‌الدین او حریر هم د برښنا له نشتونه شکایت لري.

دوی وايي، د ژمي په سړه هوا کې د برښنا نشتون ګڼې ستونزې راولاړ وي چې د برښنایي وسایلو د کار درېدنه یې یوه مهمه بېلګه ده.

«په ژمي کې د برښنا پرچاوي ډېرېږي. کله چې ادارو ته د اسنادو لپاره ورځې، مثلاً په کاپیسا پوهنتون کې چې مراجعه کوې، وایي برښنا نشته او د برښنا نشتوالي له امله خپل کار نه‌شې ترسره کولی، د برښنا نه‌شتون ډېرې ستونزې جوړې کړي.»

«د برښنا نشتوالي ډېرې ستونزې رامنځته کړي، هغه کسان چې ناروغان لري هم له جدي ستونزو سره مخ دي. له حکومت څخه غوښتنه کوو چې پرچاوي کمه کړي یا د برښنا د وېش مهالوېش جوړ کړي چې معلومه وي برښنا څه وخت راځي او څه وخت پرې کېږي، تر څو خلک خبر وي.»

په همدې حال کې د برښنا شرکت مسوولان وايي، د درنې واورې له امله سالنګ کې د ازبیکستان له وارداتي برښنا سره تړلې یوه پایه نړېدلې چې له کبله یې د څو ولایتونو برښنا کمه شوې.

د برښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست سلام‌وطندار ته ویلي، د سالنګ لارې د تړل کېدو له امله د دې شرکت تخنیکي ډلې تراوسه نه دي توانېدلي چې دا ستونزه هواره کړي.

«سالنګ کې یوه ستنه چپه شوې او د سالنګ لار هم تړل ده. زموږ ټیمونه هم په کابل او هم په بغلان کې د برښنا د ستنې بیا ترمیم لپاره چمتو دي، هر کله چې لار پرانیستل شي، برښنا به بېرته وصل شي.»

دې سره، هېوادوال په ژمي کې د ورته ستونزو د تکرار مخنیوي او د برښنا کمښت ستونزې د حل په برخه کې له حکومته غواړي چې هیواد کې پر کورنۍ برښنا او تولید پانګونه وکړي، د انرژۍ بنسټیزې زېربناوې پیاوړې کړي او ټول هېواد کې د دوامدارې برښنا د تامین لپاره اوږدمهاله پروګرامونه پلي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام