Asset 1SWN

سلام وطندار

کونړ کې درنې واورې د زلزله‌ځپلو خیمې ویجاړې کړي

Capture-8

اوچا پر اېکسپاڼه لیکلي چې درنې واورې کونړ کې د زلزله‌ځپلو خیمې ویجاړې کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې لاسرسی هم محدود کړی.

دغه بنسټ کونړ کې زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو په رسولو ټينګار کړی.

ورته وخت کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، له ګاونډیو هیوادونو زرګونه راستانه شوي او د زلزلې له امله زيانمنې شوې کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.

دغه پروګرام تېره ورځ وویل، هرڅه ژر باید د دغو خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام