د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سبا دوشنبه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د درنو واورو او باران ورېدو اټکل کړی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن یکشنبه دلوې ۵ / جنوري ۲۵ یوه اطلاعیه کې ویلي، سبا دوشنبه نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدانوردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د واورې او باران احتمال شته.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اطلاعیه کې ویل شوي چې مختلفو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ مليمترو او د واورې هم له ۱۰ تر ۴۰ ساتني مترو پورې ووسي.
د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په شمول مرکزي ولایتونو کې د شدیدیو بادونو اټکل هم کړی چې سرعت به یې ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې ووسي.