Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو غزه کې د لرګیو راټولونکي ماشومان په نښه کړي

a-palestinian-boy-sits-amid-the-ruins-of-a-home-bombed-by-israeli-forces-in-jabalia-gaza

طبي سرچینو ویلي چې د غزې شمالي سیمه کې د اسراییلو د ډرون برید پرمهال د یوې کورنۍ دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کېږي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو او هغه مهال په نښه شوي چې د کمال عدوان روغتون ته نږدې یې لرګي راټولول.

سرچینې زیاتوي چې د سون توکو سخت کمښت له امله ډېری فلسطینیان اړ شوي چې د ژمي په یخو شپو ورځو کې د تودوخې لپاره هر ډول توکي راټول کړي.

په غزه کې د شپې تودوخه تر ۱۰ درجې سانتي‌ګراد پورې راټیټېږي، په داسې حال کې چې ډېری خلک په لنډمهالي خېمو کې ژوند کوي.

راپورونه وايي چې دغه خېمې د نري ټوکر او پلاستیکي شیټونو څخه جوړې دي او د سختو بادونو او بارانونو پر وړاندې کافي نه‌دي. له بل‌خوا، اسراییل لاهم غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیسي او یا یې محدودوي چې په‌کې خېمې، ګرځنده کورونه او د خېمو د ترمیم مواد شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فلسطیني سرچینې وایي چې دا کړنې د هغه اوربند له شرایطو سرغړونه ده چې اسراییلو د اکتوبر په میاشت کې له حماس سره پرې هوکړه کړې وه.

د راپورونو له مخې، د امریکا په منځګړیتوب اوربند چې د اکتوبر په ۱۰مه شوی، اسراییلو نږدې هره ورځ سلګونه ځله تر پښو لاندې کړی دی. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې لږترلږه ۴۸۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۰۶ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه یاد وزارت وایي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله ۷۱زره او ۶۵۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۷۱زره او ۳۹۱ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام