Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې یوې مېرمنې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې

Creating-jobs-with-light-The-story-of-female-lamp-makers-in-a-production-workshop-in-Herat-3-ri0xqnjcep2muyux31oduqj3k0unwraf8a9tvow1hk

د هرات ښار په یوې څنډه کې یوه کوچنۍ کارخونه د ګڼو نجونو او مېرمنو لپاره د عاید پر سرچینې بدله شوې ده.

دغه کوچنۍ کارخونه کال وړاندې د یوې مېرمنې له لوري جوړه شوې چې دا مهال په‌کې ۳۰مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې چې په‌کې بېلابېل ډوله برښنايي لامپونه جوړوي.

لامپ یوه وسیله ده چې انرژي پر برښنا بدلوي او روښنايي ورکوي. په دې کوچنۍ کارخونه کې د اېل‌‌اي‌ډي لامپونه یا ګروپونه جوړوي چې کم مصرف لري.

د دې کارخونې یوه کارکوونکې الهامه محمدي وايي چې یو کال کېږي، په دې کارخونه کې کار کوي. د نوموړې په وینا، د ورځې له سلو تر دوه سوه لامپونه جوړوي. «یو کال کېږي چې دلته کار کوم. د ورځې له سلو تر دوه سوه لامپونه جوړوم. اېل‌اي‌ډي لامپونه یا ګروپونه دي او بېلابېل ډولونه لري.»

د محمدي په باور، دلته د ښځو د کارکولو له لارې نه يوازې اقتصادي اړتیاوې پوره کېږي، بلکې هغوی په يو تولیدي فعالیت کې هم برخه اخلي.

د دې کارخونې یوه بله کارګره، سهیلا صدیقي وايي: «زه شاوخوا شپږ مياشتې کېږي چې دلته کار کوم. زما کار د سیم‌پیچۍ (سیمونو پیچولو) دی او کله چې د سیم‌پیچۍ کار نه وي، نو زه د تولید په نورو برخو کې هم کار کوم.»

صدیقي زياتوي چې ډېرې نجونې وروسته له لومړنيو زده‌کړو څخه په بېلابېلو تولیدي برخو کې په خپلواکه توګه فعالیت کوي.

یوه بله کارکوونکې الینا توخي وايي چې د نجونو ګډون په دې ډول کارونو کې دا ښيي چې ښځې هم د نارینه‌وو په څېر په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې زياته کړه: «ما فکر کاوه چې دا کار يوازې د نارینه‌وو لپاره دی؛ خو کله چې ما پدې کار کې ګډون وکړ، پوه شوم چې هېڅ کار د ښځو او نارینه‌وو لپاره جلا نه دی. هر هغه کار چې نارینه کولی شي، ښځې هم کولی شي.»

د «رویال» لامپ‌ جوړولو کارخونې مسووله فرزانه محمدي وايي چې د دې کارخونې د جوړولو هدف د ښځو اقتصادي توانمندول دي. هغې چې په ايران کې د لامپ‌ جوړولو زده‌کړې کړي، وايي چې د وسایلو کمښت او محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېرې نجونې په دې کارګاه کې جذب نه‌شي.

محمدي زیاتوي: «که کارځای زمونږ لوی وي، موږ کولی شو د ډېرو نجونو ملاتړ وکړو، خو اوس زموږ وسایل ډېر کم دي، نو موږ نشو کولی ډېرې نجونې جذب کړو. د کار د پیل په لومړي میاشت کې له ۱۰۰ څخه ډېرې نجونې د ثبت‌نام لپاره حاضرې وې؛ خو ځکه چې بودجه نلرو، یوازې ۳۰ تنه مو استخدام کړل.»

په هرات کې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې ډېری ښځې د کاروبار او کسب‌وکار وړتیا لري؛ خو د هغوی فعالیتونه په رسمي توګه نه پېژندل کېږي او د قانوني ملاتړ له چتره بهر پاتې دي.

نذیراحمدسدید چې د هرات د اقتصادي چارو یو کارپوه دی، وايي چې ښځو ته د کسب‌وکار زمینه برابرول کولی شي، د هغوی لپاره یو نسبي اقتصادي امنیت رامنځته کړي.

نوموړی زیاتوي چې دا ډول کارونه ښځې له مصرفوونکو څخه تولیدونکو ته بدلوي او په ټولنه کې اقتصادي رونق راولي.

هغه وايي: «ډېرې ښځې کاروبارونه لري؛ خو هېڅ څوک حاضر نه‌دی چې له هغوی سره قرارداد لاسلیک کړي او هېڅ څوک هغوی ته رسميت ورنه‌کړي. هغه ټول کاروبارونه چې معمولا ښځې یې ترسره کوي، په غیر رسمي بازار کې کېږي. د ښځو مهارت ډېر لوړ دی؛ خو ځکه چې د هغوی کاروبار رسميت نه لري، ډېر ژر له بازار څخه ایستل کېږي.»

د لامپ جوړولو دغه کوچنۍ کارخونه په خپلو پښو د مېرمنو د درېدو هڅه ده؛ هغه هڅه چې نه یوازې کورونه روښانوي، بلکې د ژوند لار یې لاهم روښانه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام