بلخ ولایت کې یوې ډلې ځوانانو د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو خلکو ته یو زرغون او هیلهبښونکی راتلونکی برابر کړي.
دغه ځوانان وایي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په موخه یې د غرنیزو بوټو د تخمشیندنې کمپاین د شولګرې ولسوالۍ «د شفا چینې تنګي» له سیمې پیل کړی او ټاکل شوې چې دا پروګرام د یاد ولایت نورو سیمو ته هم وغځول شي.
د دوی په وینا، د دې کمپاین اصلي موخه د خاورې د شاړه کېدو مخنیوی، د نباتي پوښ پیاوړتیا، د ځنګلونو د تدریجي احیا لپاره د مناسبې زمینې برابرول او د شنو ساحو رامنځته کول دي.
د دغې ډلې مسوول حمیدالله انصاري سلاموطندار ته وایي: «موږ دا فعالیت د یو شمېر رضاکارانو په مرسته پیل کړی. په دې برخه کې دوه پروګرامونه لرو، د غرونو په لوړو سیمو کې چې د اوبو رسول پکې ستونزمن دي، د غرنیو ځنګلونو تخمونه لکه قرغنه، غرنی بادام، غرنۍ پسته او ارچه کرل کېږي او په ټیټو سیمو کې چې د شولګرې د سیند غاړې دي، د نیالګیو د کېنولو په موسم کې به مثمر او غیرمثمر ونې کښېنوو. دا پروګرام کولی شي د خاورې د شاړېدو او د هوا د تودوخې د زیاتېدو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي او د شنو سیمو د پراختیا او سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»
اخوا، یو شمېر ځوانان چې په دې کمپاین کې رضاکارانه برخه اخلي، وچکالي او د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوي زیانونه د جدي او نهحل کېدونکي ګواښ په توګه بیانوي او له نورو ښاریانو غواړي چې په دې کمپاین کې ورسره همکاري وکړي.
محمد کوهستاني یو له دغو ځوانانو څخه دی او وايي: «موږ غواړو بیا ځلې چاپېریال زرغون کړو. په تېرو کلونو کې ځنګلونه پرې شوي او له منځه تللي. د ځنګلونو پرې کول سیلابونه، زلزله، د هوا بدلونونه او خاوره له منځه وړي. دا وضعیت د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي. موږ غواړو د خلکو لپاره بیا پاکه فضا رامنځته کړو.»
احمدعلي یو بل ځوان دی چې په دې کمپاین کې برخه لري او په دې اړه زیاتوي: «له ټولو ښاریانو څخه مې غوښتنه دا ده چې په دې کمپاین کې برخه واخلي او د شنو سیمو د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي، څو وکولی شو هر هغه ځای چې اړتیا لري زرغون کړو او د خلکو، په ځانګړي ډول د خپلو ماشومانو، لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، بلخ کې د چاپېریال برخې ځینې کارپوهان د دې رضاکارانه هڅې ستاینه کوي او دا د ټولنیزې مشارکت په لړ کې یو مهم ګام بولي چې د چاپېریال ساتنې او د شنو سیمو د پراختیا لپاره مهمه ونډه لري.
هغوی ټینګار کوي چې د دا ډول پروګرامونو دوام کولی شي په پایدارې پرمختیا، د ځنګلونو د پراختیا او د طبیعي سرچینو د ساتنې کې اغېزمن رول ولوبوي.
د چاپېریال برخې کارپوه حبیبالله جعفري وایي: «دا اقدام هڅه ده چې زموږ په ځوان نسل کې یو ښه فرهنګ رواج کړي، څو په راتلونکې کې نور ځوانان هم وهڅول شي او دغه فرهنګ ټولنیز شي. موږ په دقیق ډول د چاپېریال له جدي زیانونو سره مخ یو، له همدې امله اړینه ده چې وکولی شو یو سالم چاپېریال او پاکه هوا رامنځته کړو.»
اخوا، د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست کې د چاپېریال کارپوه سلطانعزیز اکرمي په دې ولایت کې د شنو سیمو په پراختیا ټینګار کوي او وایي:
«تودوخې، وچکالۍ، سیلابونو او د اوبو کمښت په کرنه، څارویو او روغتیايي برخو کې زیانونه رامنځته کړي. له همدې امله اړینه ده چې د دې زیانونو د مخنیوي لپاره پروګرامونه پیل شي. یوه اغېزمنه لاره د ځنګلونو او ونو پراختیا او غرس دی. موږ کولی شو د غرونو، دښتو او فارمونو په برخو کې د کورني بوټو تخمونه او نیالګيو په کرلو سره سیمې زرغونې کړو. دغه پروسه کولی شي د ګرمۍ شدت راکم کړي، د تیزو بادونو مخه ونیسي، د هوا د تودوخې او رطوبت توازن وساتي او همدارنګه د اوبو د جذب له لارې د ځمکنۍ اوبو د تغذیې ښه سرچینه رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د شدت په پایله کې، په ځینو مرکزي او جنوبي ولایتونو کې یو شمېر هېوادوالو ورته کمپاینونه پیل کړي و، څو شنې ساحې رامنځته کړي، د خاورې د شاړېدو مخه ونیسي او د چاپېریال د وضعیت ښه کولو هڅه وکړي.