Asset 1SWN

سلام وطندار

مزارشریف کې په ۱۰ میلیون افغانۍ د یو منار جوړولو چارې پیل شوې

IMG-20260115-WA0036

د بلخ ځایي مسوولان وایي، تېره ورځ مزارشریف ښار کې د ۳۵ مترو په لوړوالي د یو منار د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې منارې د جوړولو کار به چې شاوخوا ۱۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړ شي.

د مزارشریف ښاروال عبدالرحمان همت وایي، د دې منار د جوړولو لګښت د یوې خصوصي کمپنۍ له لوري ورکول کېږي او دا به د اوومې ناحیې اړوند د «فردوسي» په څلورلارې کې جوړ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلی همت د دې منارې د جوړولو موخه د ښار ښکلا او د ښار د څېرې بدلون یادوي او زیاتوي چې د منار د جوړولو ترڅنګ به، د «فردوسي» څلورلارې هم په بشپړه توګه ورغول شي.

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د فردوسي څلورلارې کې د دې منار د جوړولو کار د ښار اوسېدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شو.

د داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د مزارشریف ښاروالۍ مسوولانو ویلي وو، پلان لري چې د ښار په سطحه ۱۰ منارونه جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام