Asset 1SWN

سلام وطندار

محمد نبي عمري: هڅه کوو چې هېواد کې بيا جګړه ونه‌شي

۲۳

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال محمد نبي عمري وايي، له ولس سره به په ګډه هڅه کوي چې دې وطن ته بيا جګړه رانه‌شي.

هغه تېره ورځ د خوست اسماعيل‌خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د یوې ديني مدرسې دستاربندۍ مراسمو ته ویلي، نړۍ او اوس په دې هڅه کې ده چې هېواد کې اوسنی نظام ونړوي او پر ځای يې د خپلې خوښې غیر شرعي نظام قايم کړي.

نوموړی وايي، نړيوال يوازې د اسلام دين د خپلواکۍ او ازادۍ په وجه اسلامي امارت سره دُښمني کوي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د اسلام دين دې ته دې توجه وکړي او ديني مدرسې دې ابادې وساتي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمد نبي عمري همدارنګه له خلکو غوښتنه وکړه چې د نظام دښمنانو دسيسو ته متوجې شي او خپلو سيمو کې د حکومت ضد کړنو له ترسره کېدو وړاندې مسوولاتو ته حال ورکړي.

«د نړۍ دُښمني يوازې د اسلام دين، ازادۍ او خپلواکۍ په تړاو ده. که چېرته موږ دا ومنو چې بګرام کې دې خارجي قواوې وي، بيا د نړیوالو هيڅ دُښمني نشته او بيا ټولو ته موږ محترم يو.»

محمد نبي عمري همداشان وويل چې که دوی د تېرو شلو کلونو په څير خپله داخلي او خارجي پاليسي نړیوالو ته په واک کې ورکړي، بيا نه امريکا او نه هم کوم بل هېواد ورسره ستونزه لري.

خو هغه زياتوي چې که د اسلام دين، خپلواکي او ازادي ولري، بيا به يې ټوله نړۍ دُښمني کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام