Asset 1SWN

سلام وطندار

جاپان د افغانستان روغتیايي برخې سره ۳ میلیون ډالره مرسته وکړه

روغتیايي برخې ملاتړ

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیون ډالره مرسته کړې.

دغه بنسټ نن پنجشنبه جدې ۲۵مه / جنوري ۱۵ یوه اعلامیه کې ویلي، دا نوې مالي مرسته به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ولګول شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د جاپان د دې مالي مرستې په وسیله به دایکندي، فاریاب، خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د ۶۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ وشي، څو وکولی شي د مېندو د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دوامدار وساتي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی چې دا خدمتونه د مخنیوي وړ د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کمولو او د ښځو، نجونو او ځوانانو د اوږدمهاله هوساینې د ښه‌والي لپاره حیاتي رول لري.

اعلامیه کې راغلي چې د دې پروګرام د پلي کېدو له لارې به په پنځو ولایتونو کې شاوخوا ۲۱۰ زره تنه تر پوښښ لاندې راشي چې لږ تر لږه ۸۴۰ تنه یې معلولیت لرونکي کسان دي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیون افغانان چې د هېواد د ټول نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. له دې ډلې ۱۴.۴ میلیون روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام