Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې پر ۹۰۰ مالدارانو حیواني خوراکه ووېشل شوه

20260111_102842

د پکتیا ځايي مسوولان وايي، د مرکز ګردېز اړوند سيمو کې یې پر ۹۰۰ اړمنو مالدارانو د حیواني خوراکې توکي وېشلي.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وويل، دغه توکي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) په تخنيکي همکارۍ وېشل شوي.

هغه وویل، هر مالدار ته ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه په وړیا ډول ورکړل شوه.

د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ پیاوړتیا ده، ترڅو د مالدارانو اقتصادي وضعیت ښه شي او د مالدارۍ سکتور پیاوړی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مسوولان ډاډ څرګندوي چې روان ژمي کې به د مالدارانو ملاتړ لپاره ورته مرستې نورې هم ترسره کړي.

يو شمېر مالدارانو هم چې ياده مرسته يې ترلاسه کړي، خوښي څرګندوي خو غوښتنه کوي چې لا ډيرو مرستو ته اړتيا لري.

يو تن مالدار دوست محمد وويل چې وچکالي له امله زياتره مالداران خپلو څارويو ته کاپي خوراکه نشي برابرولي نو بايد مرستندويه ادارې ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام