د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق ویلي، سویډن افغانانو سره ۶.۴ میلیون ډالر مرسته کړې.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ نن (یکشنبه، جدي ۲۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته په افغانستان کې د بېځایه شویو ټولنو ته د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو، اقتصادي د پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځانګړې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق زیاته کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان د وګړو ملاتړ «حیاتي اهمیت» لري.
افغانستان له کلونو راهیسې له ګڼو اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او د کورنیو بېځایه کېدو ننګونو سره مخ دی او ډېری کورنۍ، په ځانګړي ډول لرې پرتو او له طبیعي پېښو اغېزمنو سیمو کې، بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.